Tuesday 24 March 2020

Fazal Plar

Once a teachr writes ”M”on d board & asks Fazal wat it is?
He says he does’nt know.
Techr: “sta plar de. Dumra darta nada pata”.
He then writes ”W” & asks Aslam wat it is?
Aslam: ”Da Fazal plar day kho khpay ye bara karri di”

Tuesday 29 October 2019

Da shahwat aw bad kary makhnewi ilaj sa dy?






د شهوت او بدکارۍ د مخنيوي علاج څه دی؟!


ډېره قیمتي لیکنه ده، هر ځوان لپاره یې لوستل ډېر ضروري بولم.
 دا يو واضح حقيقت دی چې، مونږ په داسې حالت کې قرار لرو چې، هرې خوا ته د منکراتو او فحشاء سيلابونه را روان دي او ټولنه يې محاصره کړې ده. لکه: د ناوړه او فاحشو فلمونو آزاد بازار، بې واکه تلويزونونه، راډيو ګاڼې، د موبائل او انټرنيت غلط استعمال، بې حيايي او بې حجابي، په علمي څانګو او ادارو کې د بيګانه سړيو او ښځو ګډون او اختلاط او داسې نور…
خو دې ته مو بايد پوره پام وي چې، هيڅ چا ته دا بهانه نشي کيدای چې حکومت او رژيم فاسد ؤ چې، دغو فساد او منکراتو ته يې زمينه برابره کړې وه، د منکراتو او فحاشت وسائل ښه ډير ؤ دا بهانه نشي کيدای ځکه؛ د ايمان تقاضا دا ده چې مؤمن به د انحرافاتو نه ځان ساتي.
دا چې ځنګه د شهواني فتنو او انحرافاتو څخه ځان وساتو؟ لومړی بايد په دغه فتنه باندې د اخته کيدو اسباب وپيژنو او بيا د هغه د علاج اسباب په پام کې ونيسو.

د شهواني انحرافاتو اسباب:

۱- د ايمان ضعف او کمزورتيا:
ايمان د شهواتو د مخنيوي ضامن دی، کله چې ايمان او يقين قوي وي، په سړي باندې نفسي خواهشات او شهوات غلبه نشي کولای او د شريعت په احکامو باندې عمل کول ورته آسان وي؛ خو کله چې ايمان ضعيف شي، خواهشات او شهوات په سړي باندې غلبه کوي او په شريعت باندې عمل کول سړي ته سختيږي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:
-«لَا يَزْنِي الزَّانِي حِينَ يَزْنِي وَهُوَ مُؤْمِنٌ»
(رواه البخاري: ۲۴۷۵ ومسلم: ۵۷)
ژباړه: زنا کار د زنا د عمل د ارتکاب په وخت کې مؤمن نه دی.
ددې مطلب دا دی چې، د هغه ايمان دومره کمزوری دی چې، له منکراتو او ګناهونو نجات نشي ورکولای او د شهواتو پر وړاندې تسليم وي.

۲- د بدو او فاسقو خلکو ملګرتيا:
الله سبحانه وتعالی مؤمنانو ته حکم کوي چې، د نيکو او صالحو سره ملګرتيا غوره کړئ:
«يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَكُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ» (التوبه: ۱۱۹)
ژباړه: ای مؤمنانو! له الله څخه وويريږئ او له صالحانو خلکو سره ملګري شئ.

همدا رنګه په یوه حدیث شریف کې راغلي دي:
-عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَ سَلَّمَ:
-«الْمَرْءُ عَلَى دِينِ خَلِيلِهِ فَلْيَنْظُرْ أَحَدُكُمْ مَنْ يُخَالِلْ».
(رَوَاهُ أَحْمَدُ وَ التِّرْمِذِيُّ وَ أَبُو دَاوُدَ وصححه الألباني)
ژباړه: سړی د خپل دوست او ملګري په دين باندې وي؛ نو تاسې ګورئ چې د چا سره دوستي کوئ.

همدارنګه رسول صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: المرء مع من احب. (متفق عليه)
يعنې: هر سړی به د (قيامت په ورځ) د هغه چا سره وي، چې له چا سره يې مينه وي.

همدارنګه رسول صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:
-د مجلس د ښه ملګري او بد ملګري مثال د عطرو د خرڅونکي او د بټۍ لګونکي په شان دی، چې عطر او مشک واله به يا څه خپله درکړي او يا به ترې څه واخلې، که دا نه وي؛ نو د هغه د عطرو ښه بوی به درباندې ولګيږي. او بټۍ لګونکي واله به ستا جامې وسوزوي او که دا نه وي، د هغه تريخ بوی؛ خو ضرور درباندې لګيږي. (متفق عليه)
يعنې: د ښه او صالح سړي د خبرې او عمل څخه به پند اخلې، يا به د هغه څخه د علم او پند پوښتنه وکړې او که دا نه وي، د هغه د خبرو او ښو اعمالو څخه تا ته ضرور ګټه رسيږي. مګر د بد او فاسق سړي په ملګرتيا سره د دينا او آخرت ضرر وينې او که نه وي، د هغه د بدو اعمالو او خبرو نه به ضرور متأثره کيږې.

۳– نامحرمو ته نظر کول:
د شهواتو فتنه له نظر کولو څخه پيل کيږي؛ ځکه هغه نظر دی چې زړه ته عشق او محبت کښته کوي او د زړه محبت او عشق ددې سبب ګرځي چې، بيا له هغه سره رابطه جوړول غواړي، خبرې، ارتباطات او ملګرتیا غواړي او بلاخره د شهواتو په فتنه باندې اخته کيږي.

الله سبحانه وتعالی فرمايي:
-وَقُل لِّلْمُؤْمِنٰتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصٰرِهِن... (سُوۡرَةُ النُّور: ۳۱)
ژباړه: ووايه (ای رسوله!) مؤمنانو ته چې خپل نظر په خپل واک کې وساتي.

په حديث شريف کې راځي:
-فزنا العين النظر. (الراوي ابوهريره – البخاري ۶۲۴۳)
يعنې: د سترګو زنا بيګانه ته نظر کول دي.
نن چې په شهوت پرستۍ کې ډير کسان ډوب دي وجه يې بيګانؤ ته نظر کول دي، په بازارونو او کوڅو کې بې حجابه ښځو ته کتل، د تلويزونو فاحش پروګرامونه، په موبائل او انټرنيټ کې فاحش تصويرنه او فلمونه کتل ددې سبب شوې دي، چې دوی يې د شهوت پر فتنه اخته کړې دي.

د علاج اسباب :

۱ـ د شهوت پرستۍ عواقب او خطرناکې پايلې پېژندل:
څوک چې د شهوت پرستۍ خطرناکې يايلې وپېژني او هغه په نظر کې ونيسي؛ نو دی خپل سرکش نفس ته په دې سره قناعت او صبر ورکوي چې، که دغه ګناه کول غواړې؛ نو لومړی بايد په اور باندې ختلو ته ځان چتمو کړې، مست او سرکشه نفس بيا د بې لارۍ جرأت نشي کولای.

مثلاً د زنا او لواطت فاحش عمل په دنيا او آخرت کې خطرناکې پايلې لري:

د زناکار عمر لنډ وي:
تفسير انوار القرآن د رسول الله صلی الله عليه وسلم حديث نقل کړی دی چې فرمايي:
«يا معشر الناس!‌ اتقوا الزني‌، فإن‌ فيه‌ ست‌ خصال: ثلاث‌ في‌ الدنيا وثلاث‌ في‌ الآخرة، أما التي‌ في ‌الدنيا، فيذهب ‌البهاء ويورث‌ الفقر وينقص‌ العمر، وأما التي‌ في ‌الآخرة: فسخط الله سبحانه‌ وتعالي‌، وسوء الحساب‌ وعذاب‌ النار:
ژباړه:
ای ډلې د خلکو!
د زنا څخه ځان وساتئ؛ ځکه په هغه کې شپږ خصلتونه دي. درې په دنيا کې او درې په آخرت کې، هغه چې په دنيا کې دي دا دي
-زنا د انسان اعتبار او جمال له منځه وړي.
-فقر را منځته کوي او عمر کموي.
او کوم چې په آخرت کې دي هغه دا دي: د الله قهر او عضب، بد حساب او د دوزخ عذاب دي.

زناکار به د اور په تنور کې پراته وي:
الله (جل جلا له) خپل نبی صلی الله عليه وسلم ته په خوب کې د وحې په وسيله د زناکارو حال ښايي چې:
-فَانْطَلَقْنَا إِلَى ثَقْبٍ مِثْلِ التَّنُّورِ، أَعْلاهُ ضَيِّقٌ وَأَسْفَلُهُ وَاسِعٌ، يَتَوَقَّدُ تَحْتَهُ نَارًا، فَإِذَا اقْتَرَبَ ارْتَفَعُوا، حَتَّى كَادَ أَنْ يَخْرُجُوا، فَإِذَا خَمَدَتْ رَجَعُوا فِيهَا، وَفِيهَا رِجَالٌ وَنِسَاءٌ عُرَاةٌ … وَالَّذِي رَأَيْتَهُ فِي الثَّقْبِ فَهُمُ الزُّنَاةُ (البخاري: ۱۳۸۶)
ژباړه:
-د يوه خندق له څنګ څخه تير شوو چې، د تنور په شان وو، خوله يې تنګه او داخل يې ډير پراخه وو، د هغه د لاندې حصه کې اور بل وو، په دغه خندق کې ځنې لپ لغړ نارينه او ښځې وو، کله به چې اور لمبه ووهله هغوی به پورته شول داسې چې، نږدې وو له خندق څخه ووځي او کله به چې اور مړ شو دوی به د لاندې تلل. ومې پوښتل دا څوک دي؟ (پريښتو) راته وويل: کوم کسان دې چې لوڅ په خندق کې وليدل زناکاران وو.

۲- په پټه او ښکاره له الله تعالی څخه وېريدل او دا په نظر کې ساتل چې، د ذرې ذرې حساب به راسره کيږي او هر چا چې تقوی اختيار کړه الله تعالی هغه ته د ټولو مشکلاتو او فتنو څخه د وتلو لارې آسانه کوي.
لقوله سبحانه وتعالی:
وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مِنْ أَمْرِهِ يُسْرًا (الطلاق)
ژباړه: او څوک چې د الله تعالی تقوی اختيار کړي، الله به ورته له ټولو مشکلاتو څخه د وتلو لارې آسانه کړي.

۳- د حرام نظر څخه د سترګو ساتل:
د بيګانه ښځو څخه د نظر ساتل، فاحش فلم او سريال، سينما او نورو څخه ډډه کول.

۴- د ښو کسانو سره ملګرتيا:
ملګرتیا مو باید له علماؤ، بزرګانو، اولیاؤ او ښو خلګو سره وي، ځکه چې د ښو خلګو ملګرتیا په دنیا کې هم انسان ته ګټه رسوي او په اخیرت کې هم د انسان شفاعت کوي، او بد ملګری په دنیا کې هم عذاب دی او په اخیرت کې هم عذاب دی.

۵- د نکاح کول:
رسول الله صلی الله عليه وسلم د اسلامي امت ځوانانو ته داسې ارشاد فرمايي:
- يَا مَعْشَرَ الشَّبَابِ مَنِ اسْتَطَاعَ مِنْكُمُ الْبَاءَةَ فَلْيَتَزَوَّجْ؛ فَإِنَّهُ أَغَضُّ لِلْبَصَرِ وَأَحْصَنُ لِلْفَرْجِ، وَمَنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَعَلَيْهِ بِالصَّوْمِ فَإِنَّهُ لَهُ وِجَاءٌ.
(رواه البخاري: ۵۰۶۵ ومسلم: ۱۴۰۰)
ژباړه:
ای ځوانانو!
له تاسې څخه چې، هر څوک د نکاح توان لري نکاح دې وکړي؛ ځکه نکاح د سترګو او عورت د حفاظت سبب ګرځي او که څوک د ازدواج توان نه لري روژه دې ونيسي؛ ځکه روژه شهوت کنترولوي. (روژه خپله د صبر تمرين دی).

۶- د صبر اختيارول:
که څوک د نکاح وس نه لري؛ نو هغه به د شهواتو مخه په روژه نيولو او صبر کولو سره وکړي.
الله جل جلاله فرمايي:
«وَلْيَسْتَعْفِفْ الَّذِينَ لا يَجِدُونَ نِكَاحًا حَتَّى يُغْنِيَهُمْ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ» (النور: ۳۳)
ژباړه: او څوک چې د نکاح (اسباب) ونه مومي هغوی بايد پاک لمني غوره کړي، تر دې چې الله په خپلې پېرزوينې سره هغوی شتمن کړي.

۷- د بې کارۍ او فراغت څخه ځان ساتل:
د انسان ژوند څو شميرلې ورځې او شپې دي، چې ددې ژوند څخه مقصد د الله سبحانه وتعالی امتحان دی چې، څوک ښه عمل کوي او څوک بد، مؤمن بايد خپل وخت په عبادت، ذکر، تلاوت، درس مطالعه، مشروع کار او کسب باندې تير کړي، که چېرې بې کاري غوره کړي؛ نو د دنيا او آخرت د نقصان سره مخ کيږي.
پوهان وايي: چې د بې کاره سړي مغز د شيطان دوکان وي، کله چې سړی بې کاره شي حتماً به يې شيطان په يوه فتنه اخته کوي.
ځان وساتئ له زيات فراغت او په شهوتونو کې فکر کولو څخه؛ ځکه داسې کول د ځوانانو هلاکت دی، ټول خير او ښېګنې له مينځه وړي بلکي داسې کول يو دروازه ده له دروازو د شر او فتنو څخه؛ نو بې کاري او فراغت د ځوانانو لپاره تر ټولو ستره فتنه ده.

یوه غوښتنه:
هیله ده ددې معلوماتو په خپرولو کې مونږ سره مرسته وکړئ، هر مسلمان چې پرې عمل کوي، تاسې ته به یې هم ثواب رسیږي؛ نو د ثواب په نیت یې د نورو ملګرو سره شریک کړئ.
#C

Sunday 20 July 2014

Rupee

دوستانو یوه عبرتناکه او لنڈه قیصه
.
یو وخت په یو جماعت کی د جمع لپاره خلق په انتظار ناست و
نو غریب سڑى د مالداره سڑى سخه صف کی مخکی ناست و
نو مالداره سڑى دی غریب سڑى ته وویل چی زه به تاته روپئ درکرم دا مخکی صف ماته پریگده
نو غریب سڑى ورته وویل چی سمه ده
نو غریب وروسته او مالدار مخکی کیناست
نو مالداره دی غریب ته وویل چی روپئ دیر خه شی دی
چی درمی کڑی نو مخکی صف دی راته پریخود
نو غریب ورته وویل چی دا روپئ دیر خراب شی دی
چی تا سره وی نو ته وروسته ناست وی
او اوس چی ماسره دی زه وروسته ناست یم ...

Peryaan


ﻛﺮﺍﻳﻪ ﺩﺍﺭ : ﻣﺎ ﺍﻭﺭﻳﺪﻟﻲ ﺩﻱ ﭼﻲ ﺩﻱ ﻛﻮﺭ ﻛﻲ
ﭘﻴﺮﻳﺎﻥ ﺩﻱ ﺍﻭ ﺭﻭﺡ ﻭﺭﺗﻪ ﻫﻢ ﺭﺍﺯﻱ ؟؟ _
_
_
_
ﻣﺎﻟﻚ ﻣﻜﺎﻥ : ﻧﻪ ﻳﺮﻩ ﺩﺍ ﻫﺴﻲ ﺧﺒﺮﻩ ﺩﻩ
ﺯﻣﺎ ﭘﺨﭙﻠﻪ ﺩﻭﻟﺲ ﻛﺎﻟﻪ ﺍﻭﺷﻮ
_
ﭼﻲ
_
_
_
_
_
_
_
_
_
_
_
ﻣﮍ ﺷﻮﻱ يم

Charya ghar

طوﻃﻲ ﮔﻞ ﺩﻩ ﺑﻴﺮﻭﺯﮔﺎﺭﻱ ﻧﻪ ﺗﻨﮓ ﺭﺍﻏﻲ ﻧﻮ ﭘﻪ
ﭼﮍﻳﺎ ﮔﻬﺮ ﻛﻲ ﻣﻼﺯﻡ ﺷﻮ
_
ﺩﻩ ﻃﻮﻃﻲ ﮔﻞ ﮈﻳﻮﭨﻲ ﺩﺍ ﻭﻩ ﭼﻲ ﭘﻪ ﻣﻘﺮﺭﻩ
ﻭﺧﺘﻮﻧﻮ ﻛﻲ ﺑﻪ ﺩﻩ ﻣﻴﻠﻮ ﺳﺮﻣﻦ ﺍﭼﻲ ﺍﻭ ﭘﻪ
ﭘﻨﺠﺮﻩ ﻛﻲ ﺑﻪ ﻧﺎﺳﺖ ﻳﻲ
_
ﺩﻩ ﻣﻴﻠﻮ ﺩﻩ ﭘﻨﺠﺮﻱ ﺳﺮﻩ ﺧﻮﺍﻛﻲ ﺩﻩ ﺷﻴﺮ
ﭘﻨﺠﺮﻩ ﻭﻩ
_
ﺩﻩ ﺩﻭﺍﮌﻭ ﭘﻨﺠﺮﻭ ﭘﻪ ﻣﻴﻨﺰ ﻛﻲ ﻳﻮﻩ ﺩﺭﻭﺍﺯﻩ ﻭﻩ
_
ﻳﻮﻩ ﻭﺭﺯ ﺍﺗﻔﺎﻗﻲ ﻫﻐﻪ ﺩﺭﻭﺍﺯﻩ ﻛﻮﻟﻮ ﺷﻮﻩ ﺍﻭ
ﺷﻴﺮ ﺩﻩ ﻣﻴﻠﻮ ﭘﻨﺠﺮﻱ ﺗﻪ ﺭﺍﻏﻲ
_
ﺍﻭﺱ ﺩﻱ ﺍﻭﻳﺮﻳﺪﻭ ﺍﻭ ﺷﻮﺭ ﻱ ﺟﻮﮌ ﻛﮍﻭ
_
ﺑﭻ ﻣﻲ ﻛﮍﻱ ___ ﺷﻴﺮ __ ﺷﻴﺮ __ ﺷﻴﺮ
_
ﺷﻴﺮ ﺯﺭ ﺧﭙﻠﻪ ﺧﻠﻪ ﺩ ﺩﻩ ﻏﻮﮒ ﺗﻪ ﻧﺰﺩﻱ ﻛﮍﻩ ﺍﻭ
ﻭﻳﻞ ﻱ ﻭﺭﺗﻪ ﭼﻲ
_
ﭘﺨﭙﻠﻪ ﺧﻮ ﺑﻪ ﺩﻩ ﻧﻮﻛﺮﮮ ﻧﻪ ﺍﻭﺯﻱ ﺧﻮ ﻣﺎ ﻫﻢ ﺩﻩ
ﺯﺍﻥ ﺳﺮﻩ ﺍﻭﺑﺎﺳﻲ
 

©2019 Pukhto SMS